د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د رسنیو پر نويو محدودیتونو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې د پاکستان حکومت ولې په ټول هېواد کې د رسنیو لاسرسی په پراخه کچه محدودوي.
خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي: «د پاکستان حکومت ولې د ټول هېواد په کچه د رسنیو لاسرسی په پراخه توګه محدودوي؟ څه شی پټول غواړي؟»
نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کوي چې پاکستان د نړیوالو رسنیو د فعالیتونو لپاره نوي مقررات اعلان کړل.
د دغو مقرراتو له مخې، بهرني خبریالان او له نړیوالو رسنیو سره کارکوونکي باید د اسلاماباد، کراچۍ او لاهور پرته په نورو سیمو کې د راپور جوړولو لپاره له حکومت له وړاندې اجازه ترلاسه کړي.

