دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: د نیمروز د مړو شویو کسانو له کورنیو سره...

د طالبانو حکومت: د نیمروز د مړو شویو کسانو له کورنیو سره مرسته کوو

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې اعلان کړی چې د نیمروز په دښتو کې د لارې ورکېدو له امله د مړو شویو کسانو له کورنیو سره مالي مرسته کوي.

د یادې ادارې د ویاند مرستیال تاج‌محمد همت ویلي، د ادارې مشر نورالدین ترابي د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ پرېکړه کړې چې د هر مړ شوي کس کورنۍ ته به ۲۰ زره افغانۍ مرسته ورکړل شي.

دا پېښه تېره اوونۍ د نیمروز په رېګستان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ډله کسان د لارې د ورکېدو، ګرمۍ او تندې له امله له سختو ستونزو سره مخ شول او د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۹ کسان په کې مړه شول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here