د طالبانو د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي، د دغه ولایت له ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون سره د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته شوې ده.
د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دغه مرسته د ازبکستان د فرغانې ولایت له لوري شوې چې په کې د ناروغانو چپرکټونه، ویلچېرونه، د هوا سړولو دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین وسایل شامل دي.
مسوولان وايي، له دغو تجهیزاتو به د روغتون د خدماتو د ښهوالي او ناروغانو ته د غوره روغتیايي اسانتیاوو برابرولو لپاره ګټه واخیستل شي.

