سه شنبه, جولای 14, 2026
Homeکورپاڼهاسلام اباد کې د OIC غونډې ته د طالبانو حکومت غبرګون؛ذبیح‌الله مجاهد...

اسلام اباد کې د OIC غونډې ته د طالبانو حکومت غبرګون؛ذبیح‌الله مجاهد وايي، د غربي ارزښتونو پر بنسټ سپارښتنې نه منو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې د دوی حکومت د هغو سپارښتنو پیروي نه کوي چې د ده په وینا، د غربي ارزښتونو تر اغېز لاندې وي.

ښاغلي مجاهد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او د ښځو لپاره ټول هغه حقوق ورکړل شوي چې اسلام ټاکلي دي.

نوموړي زیاته کړې، «اسلامي امارت» هغه غوښتنې نه مني چې د دوی په باور له غربي کلتور څخه سرچینه اخلي او له شرعي اصولو سره په ټکر کې وي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو نهم کنفرانس، چې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلام‌اباد کې جوړ شوی و، په خپله وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل.

په اعلامیه کې د ښځو او نجونو د کرامت، زده کړو، کار او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت پر اهمیت ټینګار شوی او له افغان چارواکو غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

اسلامي همکاریو سازمان همدارنګه ویلي، د اسلامي لارښوونو له مخې د ښځو حقونه او ونډه د ټولنې د پرمختګ او دوامدارې ودې لپاره بنسټیز ارزښت لري، او د غړو هېوادونو د نفوس د نږدې نیمایي برخې په توګه باید د هغوی بشپړ ګډون تضمین شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here