د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر اته پوځي اهدافو د ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه اهداف د کویټ د عليالسالم هوايي اډه او د امریکا د سمندري ځواکونو ځینې تاسیسات وو، او دا بریدونه د امریکا د وروستیو حملو په ځواب کې ترسره شوي دي.
کویټ ویلي چې د دوی د هوايي دفاع سیستمونو د برید ځینې ډرونونه شنډ کړي، خو امریکا تر اوسه د احتمالي زیان په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونو په ایران کې د توغندیو زېرمې، د بېپیلوټه الوتکو مرکزونه او ساحلي راداري تاسیسات په نښه کړي دي.

