افغانه غرختونکې ذکيه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، ویلي د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې، ماونټ ايورسټ ته د ختلو اصلي موخه یې د هغو افغان ښځو او نجونو د ستونزو نړۍ ته رسول وو چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې له زدهکړو، کار او نورو اساسي حقونو بېبرخې شوې دي.
زکیه، چې د ایورسټ څوکې ته د رسېدو لومړنۍ افغانه مېرمن ګڼل کېږي، ویلي د سختې ختنې پر مهال به یې له ستړیا او یخنۍ سره مبارزه کوله، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې تل ذهن ته راتله او همدې فکر به ورته د دوام ځواک ورکاوه.
د هغې په وینا، که څه هم د غره ختل خورا ستونزمن وو، خو ځان ته به یې ویل چې لږ تر لږه د هڅې فرصت لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ګڼې ښځې او نجونې له همدې بنسټیز فرصت څخه هم بېبرخې دي.
نوموړې خپله تاریخي لاسته راوړنه د رواني روغتیا د ملاتړ او د هغو افغان ښځو استازیتوب ته ځانګړې کړې چې د خپلو حقونو د غوښتنې غږ نه شي پورته کولی.
هغې ویلي، د خپل ورور له ځانوژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوې ده.
زکیه احمد، چې د غزني ولايت اوسېدونکې ده، وایي له ماشومتوبه یې له زدهکړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او سخته لاره وهله.
د راپورونو له مخې، هغې د ایورسټ د ختنې لپاره کلونه سخت تمرینونه وکړل او د دې سفر شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو لګښت د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو په همکارۍ برابر شو.

