دوشنبه, اگست 31, 2026
Homeافغانستانمتقي: افغانستان د امریکا پانګونې ته په بېلابېلو برخو کې بشپړ چمتو...

متقي: افغانستان د امریکا پانګونې ته په بېلابېلو برخو کې بشپړ چمتو دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، ویلي چې افغانستان د امریکا له پانګونې څخه په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ کې په بشپړ ډول هرکلی کوي.

متقي د «فایننشال ټایمز» سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان او امریکا اړیکې باید د تېرو شلو کلونو د جګړې له لیدلوري ونه ارزول شي، بلکې د راتلونکې همکارۍ پر بنسټ دې وکتل شي.

فایننشال ټایمز راپور ورکړی چې طالبان تمه لري د امریکا او نورو هېوادونو سره د اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو له پراختیا سره به د افغانستان پر وړاندې نړیوال بندیزونه کم یا لغوه او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ هم ازادې شي.

د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۹.۵ میلیارد ډالر زېرمې له هېواده بهر دي، چې نږدې ۷ میلیارد ډالر یې په امریکا کې دي.
متقي همداراز ویلي چې هېڅ حکومت یا اداره باید د افغانانو شتمنۍ د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here