دوشنبه, اگست 31, 2026
Homeافغانستاننیویارک ټایمز: امریکا په افغانستان کې له پوځي بریا د ماتې د...

نیویارک ټایمز: امریکا په افغانستان کې له پوځي بریا د ماتې د ځنډولو پر لور ولاړه

نیویارک ټایمز په یوه تازه تحلیل کې لیکلي چې په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې د مشر اسامه بن‌لادن له وژل کېدو وروسته، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره له پوځي بریا څخه د ماتې د ځنډولو پر لور واوښته. بن‌لادن د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې په پاکستان کې ووژل شو، خو د افغانستان جګړه لس کاله نور هم روانه پاتې شوه.

د ورځپاڼې په وینا، واشنګټن له ۲۰۱۱ کال وروسته تر ډېره هڅه کوله چې د افغانستان حکومت وساتي، پوځي او مالي لګښتونه راکم کړي او د حکومت د احتمالي سقوط مخه ونیسي؛ خو د طالبانو په وړاندې یې د قاطع پوځي بریا ترلاسه نه کړه.

نیویارک ټایمز وايي، طالبان هم د امریکايي ځواکونو د اوږدمهاله حضور په تمه وو او هڅه یې کوله چې له دې وضعیت څخه په خپل ګټه استفاده وکړي.

د ورځپاڼې د تحلیل له مخې، هغه جګړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته پیل شوې وه، بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پای ته ورسېده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here