دوشنبه, اگست 31, 2026
Homeسیمهجهګرا: یوازې ټرمپ ته د نوبل جایزې ورکول د پاکستان حکومت نه...

جهګرا: یوازې ټرمپ ته د نوبل جایزې ورکول د پاکستان حکومت نه شي چلولای

د پاکستان د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال تیمور جهګرا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که آی‌اېم‌ایف د حکومت خبرې نه مني او د پاکستان ولس هم ورته غوږ نه ږدي، نو حکومت یوازې ډونالډ ټرمپ ته د نوبل سولې جایزې د ورکولو له لارې نه شي چلول کېدای.

جهګرا ویلي: «یوازې دا ومنئ چې حکومت کار نه کوي.»

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت د اقتصاد، آی‌اېم‌ایف پروګرام او د هېواد د مالي وضعیت په اړه له سختو نیوکو سره مخ دی.

تیمور جهګرا تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر په توګه هم د آی‌اېم‌ایف له پروګرام سره د دغه ایالت د مالي ژمنو پر موضوع د پاکستان له مرکزي حکومت سره اختلاف درلود.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here