پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeافغانستانالمرصاد:پاکستان د سیمې د بې ثباتۍ مرکز دی

المرصاد:پاکستان د سیمې د بې ثباتۍ مرکز دی

المرصاد په یو خپور شوي تحلیل کې ویلي چې د نړۍ د متقابل احترام اصل دا ایجابوي چې هېڅ هېواد خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښ او تاوتریخوالي لپاره ونه کاروي.

په دې تحلیل کې ويل شوي چې ځینې استخباراتي او پوځي کړۍ په سیمه کې د بې‌ثباتۍ په رامنځته کولو کې رول لري، او د داعش د ځینو نیول شویو غړو د اعترافونو له مخې د روزنې او پټنځایونو یادونه هم شوې ده.

لیکوال زیاتوي چې د افغانستان له لوري وړاندې شوي راپورونه او د ځینو نیول شویو کسانو څرګندونې دا ادعا پیاوړې کوي چې په سیمه کې ځینې ډلې د مشخصو هېوادونو او په ځانګړې ډول د پاکستان له خاورې څخه د فعالیت لپاره استفاده کوي.

تحليل کې ليکل شوي:«د ترکیې د MIT استخباراتي ادارې له لوري د داعش هغه غړی نیول شوی چې په ترکیه کې یې د رسنیزو تبلیغاتو مسؤلیت درلود. د هغه اعتراف دا و چې دوی د روزنې او استوګنې مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې لري.»

په مقاله کې همدارنګه ویل شوي چې دا ډول وضعیت د سیمې د هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي او د ګډې امنیتي همکارۍ اړتیا لا پسې مهمه کوي.

تحليل کې زیاته شوې چې د سیمې هېوادونو بې ثباتي په پاکستان پورې تړلې ده او له دغه هېواد څخه وسله والې ډلې خپل فعاليتونه تنظيموي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here