د چارو ادارې پخواني مشر، ډاکتر فضل محمود فضلي، د بریتانیا د استازي ریچارډ لنډسي وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې او هغه یې غیرمسئولانه او د سیمې د بېثباتۍ لامل بللې دي.
فضلي ویلي، هغه څرګندونې چې افغانستان پکې د «ترهګرۍ مرکز» په توګه یاد شوی او هممهاله د پاکستان له لوري د افغان خاورې بمبارۍ توجیه شوې، د افغان ولس دردونه او قربانۍ له پامه غورځوي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض عادي کېدو ته زمینه برابروي.
نوموړي زیاته کړې چې دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بریتانیا استازی له طالب چارواکو سره منظمې اړیکې لري.
د هغه په وینا، تر دې وړاندې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو یوې لوړپوړې چارواکې هم د پاکستاني بریدونو په اړه ورته دریځ خپل کړی و.
فضلي د طالبانو د حکومت چوپتیا د اندېښنې وړ بللې او پوښتنه یې راپورته کړې چې آیا دا چوپتیا د رضایت په معنا نه ده. هغه ټینګار کړی چې د یو مشروع او استازي سیاسي نظام نشتوالی داسې تشه رامنځته کړې چې د افغانستان ملي حاکمیت یې په کورني او نړیوال ډګر کې بېدفاع کړی دی.
د هغه په باور، د افغانستان د حاکمیت، ملي ګټو او نړیوال موقف د خوندي کولو یوازینۍ لار د یو خپلواک، ولسواک او مشروع افغان سیاسي نظام رامنځته کېدل دي.

