د اروپایي پارلمان غړې روچېل ګارسیا هرمیدا په بروکسل کې د طالبانو د پلاوي د حضور په اړه سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، د ۴۵۰ میلیونه اروپایانو په استازیتوب بخښنه غواړم چې اروپایي پارلمان ونه توانېد د دې «لېونتوب» مخه ونیسي او طالبان بروکسل ته راغلل.
هغې د پارلمان په علنۍ غونډه کې وویل چې له طالبانو سره تعامل هغوی ته د نړیوال مشروعیت احساس ورکوي او دا چاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لا زیاتېدو لامل کېدای شي.
روچېل ګارسیا د هغو افغانو ښځو او نجونو پیغامونه هم ولوستل چې د طالبانو تر واک لاندې د خپلو حقونو، زدهکړو او ازادیو په اړه اندېښنې لري. د هغې په وینا، ځینو افغانو ښځو خبرداری ورکړی چې د طالبانو نړیوال منل کېدل به د ښځو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو لامل شي.
نوموړې همداراز د هزاره ښځو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اروپایي ټولنه باید د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی غږ ته لومړیتوب ورکړي.
هغې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه باید د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه له خپلو ارزښتونو سره سم عمل وکړي او د افغانستان د ښځو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

