د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د حکومت استازي کولی شي هر هېواد ته سفر وکړي او اسلامآباد په دې اړه کومه اندېښنه نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال بروکسل ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د سفر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان په دې اړه کومه ستونزه نه ویني.
نوموړي همداراز د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې افغانستان د پاکستان پولې ته نږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي، وویل د خپلو ځواکونو تنظیم او ځای پر ځای کول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله په څرګند ډول ټاکل شوې او باید درناوی ورته وشي.

