د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي چې د شانګهای همکاریو سازمان کې د طالبانو حکومت د بشپړ ګډون پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د دغه سازمان د یوه غړي ښکاره مخالفت دی.
کابلوف د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو د روسیې د ایزوستیا ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان اوس د طالبانو حکومت د غړیتوب د پراخېدو اصلي مخالف ګڼل کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی غړی پاتې شوی؛ خو د ۲۰۲۱ کال وروسته واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو سره د کابل ګډون په عملي ډول درېدلی دی، او وروستی رسمي حضور یې د ۲۰۲۰ کال غونډو ته ورګرځي.
کابلوف ویلي چې د طالبانو حکومت چارواکي غواړي په دې سازمان کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي او نور غړي هېوادونه هم له دوی سره په اړیکه کې دي؛ خو د شانګهای پرېکړې د اجماع پر بنسټ کېږي، نو د یوه غړي مخالفت د بهیر د پیل مخه نیسي.
د راپور له مخې، د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ وروستیو کړکېچونو—لکه سرحدي نښتې، توغندیز بریدونه او د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ تورونه—د دواړو هېوادونو اړیکې سختې کړکېچنې کړې دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د مخالفت تر څنګ بل لوی خنډ د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل دي، چې له امله یې ځینې شنونکي باور لري تر هغه چې د سازمان ټول غړي د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، بشپړ غړیتوب یې ستونزمن دی.
کابلوف ویلي چې د طالبانو حکومت به سږ کال هم د «مسکو فارمټ» په غونډو کې ګډون وکړي، او دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ یو تخنیکي ـ نظامي تړون هم لاسلیک شوی دی.

