سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستانهیله نجیب:عبدالاحد مومند د افغانستان ویاړ و؛ د پرمختګ لپاره باید علم...

هیله نجیب:عبدالاحد مومند د افغانستان ویاړ و؛ د پرمختګ لپاره باید علم او مثبت فکر ته مخه کړو

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور، هیله نجیب، له حماسه میډیا سره په خبرو کې د افغانستان د یوازیني ستورمزلي، ارواښاد عبدالاحد مومند، کورنۍ ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او هغه یې د هېواد یو نومیالی قهرمان بللی دی.

هغې د خپل ماشومتوب او د ښوونځي د دورې یادونه کړې او ویلي یې دي: «کله چې زه کوچنۍ وم او په مکتب کې مې زده‌کړې کولې، خبر راغی چې عبدالاحد مومند د «میر» فضايي بېړۍ له لارې فضا ته سفر کوي. له نورو ماشومانو سره یوځای د تلویزیون مخې ته کیناستم او فضا ته د هغه د توغندۍ د توغېدو شیبه مې ولیده. هماغه مهال دا انګېزه او احساس راسره پیدا شو چې یوه ورځ به زه هم ورته لوړو مقامونو ته ورسېږم او موږ به ټول یو ښه راتلونکی ولرو.»

هیله نجیب زیاته کړې چې وروسته د هېواد سیاسي او ټولنیزو حالاتو د خلکو هیلې او انګېزې بدلې کړې.

د هغې په وینا: «له بده مرغه، شرایطو زموږ هیلې او ارمانونه بل لوري ته یوړل او نن داسې وضعیت وینو چې په نړیوال ډګر کې زموږ د ارزښت د کمېدو لامل ګرځي. د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړل شوې، هلکان مدرسو ته هڅول کېږي او د عصري زده‌کړو او علم ارزښت د کمېدو له ګواښ سره مخ دی.»

هغې ټینګار کړی چې که افغانان غواړي یو ځل بیا خپل نوم او هویت په نړۍ کې په مثبت ډول مطرح کړي، نو باید مثبت فکر او لیدلوری خپل کړي او له هغو کړنو او نظریاتو لاس واخلي چې د هېواد د لا شاتګ لامل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here