د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې او د رواداري سازمان بنسټګرې شهرزاد اکبر د اروپايي ټولنې له خوا له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو په اړه خبرو اترو ته سخت غبرګون ښودلی.
نوموړې ویلي پر اروپايي ټولنې «دوه برابره شرم» دی چې له داسې رژیم سره د کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کوي چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی او په افغانستان کې یې ښځې له ټولو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د تګ راتګ او زده کړو له حق محرومې کړي دي.
هغې زیاته کړې چې د افغان کډوالو اجباري ستنول هغوی له جدي خطر سره مخ کوي او د ربړونې او ځورونې احتمال ورسره تړلی دی چې دا د نړیوالو قوانینو له مخې د «non-refoulement» یا نه ستنولو له اصل ښکاره سرغړونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پلاوی په رسمي بلنه بلجیم ته تللی او هلته ورسره د اروپایي ټولنې ځینې غړي هېوادونه د افغان کډوالو پر اجباري ستنولو خبرې کوي.
د اروپایي ټولنې دې اقدام په نړیواله کچه توند غبرګونونه راپارولي او د بشري حقونو له اصل په سرغړونو تورنه شوې ده.

