سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستاننصیر احمد اندېشه: اروپا دې له طالبانو سره د اجباري ایستلو له...

نصیر احمد اندېشه: اروپا دې له طالبانو سره د اجباري ایستلو له معاملې ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره یې د خبرو پر مهال د اروپايي هېوادونو له خوا له طالبانو سره د اجباري ایستلو او کډوالو د ستنولو د نوو طرحو په اړه ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې د ځینو اروپايي هېوادونو او طالبانو ترمنځ وروستۍ «مشکوکې معاملې» او د درېیمو هېوادونو د بېرته ستنولو مرکزونو ته د افغانانو د لېږد وړاندیزونه د کډوالو د خوندیتوب تشې زیاتوي او د «زنځیري اخراج» خطر لوړوي.

اندېشه ټینګار کړی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پایلې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیکې ځورونې سره مخ دي، جدي خطرونه لري.

نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره په خبرو کې زیاته کړې چې افغانان لا هم د کډوالۍ او بیا مېشتېدو له مهمو اړتیا لرونکو ډلو دي، خو د قانوني کډوالۍ لارې محدودې شوي او د بیا مېشتېدو پروګرامونه په ډېرو هېوادونو کې یا ځنډول شوي او یا بند شوي دي.

نصیر احمد اندېشه پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره افغانستان ته د خوندي او رضاکارانه ستنېدو شرایط نه شته او باید د نړیوالو ژمنو له مخې د کډوالو لپاره قانوني لارې پراخې شي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here