سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستانریچارډ بنېټ: د افغانستان د واکمنو تضمینونه د جبري ستنېدونکو کډوالو د...

ریچارډ بنېټ: د افغانستان د واکمنو تضمینونه د جبري ستنېدونکو کډوالو د خوندیتوب لپاره بسنه نه کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته ونه لېږي.

بنېټ په یوه پیغام کې ویلي چې د «نه بېرته ستنولو» اصل یو مطلق او نه بدلېدونکی اصل دی او هېڅ ډول استثنا نه لري. د هغه په وینا، په افغانستان کې د ربړونې او ناوړه چلند خطر لا هم موجود دی او د افغانانو بېرته ستنول باید د همدې خطرونو په رڼا کې وارزول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د واکمنو له لوري ورکړل شوي ډیپلوماتیک تضمینونه د دې خطرونو د له منځه وړلو لپاره بسنه نه کوي.

ریچارډ بنېټ د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کنوانسیون ته په اشارې ویلي چې هره د ایستلو یا ستنولو قضیه باید په جلا توګه وارزول شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې یاد کسان له ربړونې یا نورو جدي خطرونو سره نه مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې له لوري د افغان کډوالو د ستنولو د آسانتیا د بحث لپاره د طالبانو پلاوی په رسمي بلنه بروکسل ته تللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here