هندي رسنیو د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی به د بريکس په راتلونکې غونډه کې له مهمو موضوعاتو څخه وي، چې د هند په پلازمېنه ډهلي کې جوړېږي.
په راپور کې ویل شوي چې د سیمې عمومي وضعیت، په ځانګړي ډول لوېدیځه اسیا او د روسیې او اوکراین جګړه هم د دې غونډې د اجنډا مهم محورونه دي.
رسنیو زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې د سیمهییز امنیت او همکارۍ په اړه د بحثونو برخه ګرځي او ګډونوال به د دغو مسایلو پر ممکنه اغېزو هم خبرې وکړي.

