سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستانپه کابل کې؛د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې د اړیکو د پیاوړتیا...

په کابل کې؛د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه غونډه جوړه شوه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د قطر سفیر، د یوناما لوړپوړو چارواکو او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

همدارنګه په غونډه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو او د تعامل د زیاتولو پر اهمیت هم ټینګار وشو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here