یوه باوري سرچینې حماسه ميډيا ته ویلي چې د طالبانو حکومت یو پنځه کسیز پلاوی به سبا د ترکیې له لارې د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته سفر وکړي.
د سرچینې په وینا، د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي او ټاکل شوې ده چې په دغه سفر کې له یو شمېر اړوندو لورو سره لیدنې او خبرې ترسره کړي.
سرچینې همداراز زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو ریاست مرستیال هدایتالله پکتین هم د دې پلاوي غړیتوب لري.
تر اوسه ددې موضوع په اړه د طالبانو حکومت په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

