د افغانستان د علمي او فضايي تاریخ یوه مهمه څېره، چې د هېواد د لومړني ستورمزلي په توګه یې نوم د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوی، له اوږدې ناروغۍ وروسته په جرمني کې ساه ورکړه.
نوموړی د خپل ژوند په اوږدو کې د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ ګڼل کېده او د فضا له سفر وروسته یې د هېواد نوم په نړیواله کچه روښانه کړ.
هغه د پښتو ژبې لومړنی غږ و چې له فضا څخه واورېدل شو.
د هغه له نږدې کسانو او پېژندونکو سره د اړیکو له مخې، نوموړی په وروستیو کلونو کې د زړه له دردونو او ګڼو اندېښنو سره مخ و او د خپل ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه یې ژورې ګیلې لرلې.
د افغانستان دغه وتلی شخصیت په داسې حال کې له نړۍ سترګې پټې کړې چې د هېواد د علمي او تاریخي ویاړونو له مهمو سمبولونو څخه شمېرل کېده.

