شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهحشمت الله شهیدي؛په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ سلیزه جوړه کړه

حشمت الله شهیدي؛په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ سلیزه جوړه کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او توپ وهوونکي حشمت الله شهیدي د هند پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ په روانه درېیمه لوبه کې سلیزه ووهله.

دا په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د شهیدي د لوبیز سفر لومړنۍ سلیزه ده، تر دې وړاندې یې په کومه لوبه کې سلیزه نه وه جوړه کړې.

نوموړي همداراز په دغه فارمټ کې ۲۳ نیمه سلیزې یا پنځوسیزې جوړې کړې دي.

په ورته وخت، په ټوله کې د هند پر وړاندې لوبلړۍ کې د افغان لوبغاړو له لوري دا دویمه انفرادي سلیزه ده.

رحمن الله ګربز په لومړۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here