شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستانقزاقستان؛په کابل کې د درملو د پلور څانګه او سوداګریز مرکز پرانیزي

قزاقستان؛په کابل کې د درملو د پلور څانګه او سوداګریز مرکز پرانیزي

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین سره په کابل کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې قزاقستاني لوري اعلان کړی چې غواړي په کابل کې د خپلو درملو د پلور رسمي څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبي او سوداګریزو اړیکو بهیر لا منظم او پراخ شي.

قزاقستاني چارواکو همداراز په افغانستان کې د بېلابېلو کانونو له استخراج سره هم لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د کرومایټ او زینک ډبرو د اکتشاف او استخراج، کیمیاوي سرې تولید او د دې ترڅنګ د مزارشریف – هرات- کندهار – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړولو په برخه کې عملي همکاریو ته هم چمتو دي.

د قزاقستان پلاوي ټینګار کړی چې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه کړي او د اقتصادي اړیکو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here