د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو د مرکز مشر، عاطف مشعل، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د لومړنۍ تفاهمنامې لاسلیک د ایران لپاره مهم دیپلوماتیک پرمختګ او د سیمې لپاره مثبت خبر ګڼل کېږي.
د نوموړي په وینا، تهران توانېدلی د فشار او مذاکراتو ترمنځ متوازن دریځ وساتي، خپلې اساسي ګټې خوندي کړي او د سیمې په اړه د امریکا پر لیدلوري اغېز ولري. مشعل ټینګار کړی چې د مذاکراتو وروستۍ پایلې به په راتلونکو پړاوونو کې څرګندې شي، خو دیپلوماسي د هرې پوځي او سیاسي بریا د ساتنې او پیاوړتیا مهم عامل بلل کېږي.

