د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو امنیتي پېښو په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دی.
خلیلزاد د طالبانو د حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش پر هدفونو د شویو هوايي بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او له پاکستانه یې غوښتي چې د پوځي اقداماتو پر ځای ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي.
هغه په ایکس کې په خپل پیغام کې وړاندیز کړی چې افغانستان او پاکستان دې داسې یوه هوکړه وکړي چې له مخې یې د هېڅ هېواد خاوره د هغو ډلو یا اشخاصو له لوري د بل هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
خلیلزاد همدارنګه له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ترکیه او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي ستونزو د حل لپاره خپلې منځګړیتوب هڅې بېرته فعالې کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو امکان شته.

