د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، چې تېره شپه د «اسلامي امارت» د هوايي ځواک له لوري د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه شوي دي.
د وزارت په وینا، دغه بریدونه د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه، د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل د شکرآب په ساحه او همدارنګه د خیبرپښتونخوا د اورکزیو په قمبرخېلو سیمه کې ترسره شوي دي.
د دفاع وزارت ويلي چې په دغو ځایونو کې هغه مرکزونه موجود وو چې د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړولو او تنظیم لپاره کارېدل او ځینې مهم اهداف پکې په نښه شوي دي.
وزارت زیاته کړې چې افغانستان به د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي او د خپلو امکاناتو په کارولو سره به د ورته ګواښونو مخه ونیسي.
تر اوسه د پاکستان حکومت یا نورو خپلواکو سرچینو د دغو ادعا شویو بریدونو او د هغوی د پایلو په اړه تایید نه دی کړی.

