پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeافغانستاناصیلا وردګ:د مقاومت ملي جبهه نه خپلواکي لري او نه ملي برنامه؛...

اصیلا وردګ:د مقاومت ملي جبهه نه خپلواکي لري او نه ملي برنامه؛ قربانیان یې بې‌ګناه افغانان دي

پخوانۍ افغان ډیپلوماته اصیلا وردګ وايي، د خپرو شویو راپورونو له مخې داسې ښکاري چې د مقاومت په نوم جبهه نه ملي خپلواکي لرله او نه هم روښانه سیاسي او ملي برنامه.

نوموړې په خپل غبرګون کې لیکلي چې د دغو پرېکړو او سیاستونو تر ټولو دروند لګښت د افغانستان خلکو ورکړی او د بېوزلو کورنیو زامن د جګړو قرباني شوي دي.

آغلې وردګ په غیر مستقیم ډول د مقاومت جبهه پر بې‌برنامګۍ او بهرني تکیه تورنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ستونزو بیه بیا هم عامو خلکو پرې کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here