د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی چې له مخې یې د طالبانو حکومت استازو ته بروکسل ته د سفر بلنه ورکړل شوې ده.
د راپورونو له مخې، د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو نه غواړي د بلجیم په نوم د طالبانو حکومت ته د خبرو اترو لپاره د سفر بلنه ورکړل شي.
ویاند زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د پنځه کسیز پلاوي د ویزې غوښتنلیک ترلاسه کړی او موضوع تر ارزونې لاندې ده.
د راپور له مخې، په یوه لیک کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی، ویل شوي چې ټاکل شوې دغه غونډه د جون په ۲۲مه او ۲۳مه په بروکسل کې ترسره شي.
د یادو خبرو اترو اصلي موضوع به د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو او منلو پر څرنګوالي راڅرخي چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري.
دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت او اروپايي هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او قونسلي اړیکو د پراخېدو په اړه بحثونه روان دي؛ خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ سیاسي اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

