پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د حکومت چارواکي؛د استاد حبیب‌الله رفیع پوښتنې ته ورغلل او...

د طالبانو د حکومت چارواکي؛د استاد حبیب‌الله رفیع پوښتنې ته ورغلل او د اعزاز پګړۍ یې ور په سر کړه

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي نن د لیکوال او څېړونکي استاد حبیب‌الله رفیع د ناروغۍ د پوښتنې او ستړي‌مشو لپاره د نوموړي کور ته ورغلل.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

چارواکو د استاد رفیع د علمي، ادبي او فرهنګي خدمتونو ستاینه وکړه او د هغه د آثارو د چاپ او څېړنیزو فعالیتونو د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

د لیدنې په پای کې طالب چارواکو استاد حبیب‌الله رفیع ته د اعزاز پګړۍ ور پر سر کړه او یو شمېر علمي آثار یې د ډالۍ په توګه ورکړل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here