پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeافغانستانله اته میاشتو بنديز وروسته؛په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني ترانزیټي...

له اته میاشتو بنديز وروسته؛په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني ترانزیټي موټرو د ستنېدو بهیر پیل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم له لارې، هغه ترانزیټي وسایط چې د تېر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې بند پاتې وو، د بېرته ستنېدو بهیر د پنجشنبې په ورځ پیل شو.

د تورخم د ټرانسپورټ اتحادیې مشر عظیم‌الله شینواري ویلي، لومړنی ترانزیټي باروړونکی موټر له افغانستانه پاکستان ته داخل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو د دواړو هېوادونو له چارواکو څخه د دې بهیر د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې بند وسایط هم ژر خپل منزل ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستاني اړخ ټرانسپورټرانو د یو لاریون له مخې یاده لاره د کډوالو لاریو پرمخ هم تړلې وه او شکایت یې کړی و، چې دغه دواړه حکومتونه د خپلو سیاسي ناندرو له امله اقتصاد او ترانزیټ ته زیانونه اړولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here