پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو مرستیالې سرمنشي د بشري مرستو او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي، روزمیري ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر‌پاڼه کې ويلي چې د خبرو پر مهال دواړو لوریو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو، د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا او په دې برخه کې د شته اسانتیاوو په اړه بحث کړی.

خبرپاڼه کې ويل شوي چې روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د «اسلامي امات» له لوري د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو ستاینه کړې او ویلي چې دغه همکارۍ د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.

نوموړې همداراز د یوناما اړوند وروستي پرمختګونه شریک کړې او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو او هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي‌ دي.

د خبرو په پای کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام ټینګار کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here