پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeافغانستاند ناټو مشر:روسیه په درېیو اونیو کې د افغانستان د لس کلنې...

د ناټو مشر:روسیه په درېیو اونیو کې د افغانستان د لس کلنې جګړې هومره تلفات ویني

د ناټو سرمنشي مارک روته ویلي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې یوازې د درېیو اونیو په موده کې له ۳۰ زرو څخه تر ۳۵ زرو پورې پوځیان له لاسه ورکوي.

روته څرګنده کړې چې دا شمېر نږدې د هغو تلفاتو سره برابر دی چې پخواني شوروي اتحاد د افغانستان د لس کلنې جګړې پر مهال زغملې وې.

د هغه په وینا، هماغه جګړې د شوروي اتحاد د کمزوري کېدو او وروسته د ړنګېدو بهیر چټک کړی و.

د ناټو سرمنشي د اوکراین د ځان‌دفاع حق ته په اشارې ویلي چې اوکراین لا هم د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت کوي او د جګړې په ډګر کې د پام وړ فعالیت لري.

هغه زیاته کړې چې د اوسنیو ارزونو له مخې روسیه د جګړې په کرښو کې د پام وړ پرمختګ نه لري، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه خپل دفاعي دریځ په اغېزناک ډول ساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here