چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانډونالډ ټرمپ د طالبانو حکومت ته په اشارې:هغوی راته چاپلوسي کوي چې...

ډونالډ ټرمپ د طالبانو حکومت ته په اشارې:هغوی راته چاپلوسي کوي چې نظامي تجهیزات ترې وانخلم؛ خو زه یې ترې اخلم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې په کوربتوب د اووه صنعتي هېوادونو (G7) د سرمشریزې په څنډه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې طالبان د واشنګټن د رضایت ترلاسه کولو لپاره امریکا ته «چاپلوسي» کوي.

ټرمپ، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر ناکامۍ یې نیوکې کولې، وویل د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر مهال په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات پاتې شوي او واشنګټن کولای شي دغه وسایل بېرته ترلاسه کړي.

نوموړي د دې تجهیزاتو د بېرته ستنولو د څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د خپلو پاتې شتمنیو د اعادې لپاره اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي د امریکا رضایت خپل کړي او له همدې امله د واشنګټن پر وړاندې نرم دریځ غوره کوي.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «شرموونکي» بللي او د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here