چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانقاسم حلیمي:د لوڼو د بریا خوښي مې د افغان نجونو د محرومیت...

قاسم حلیمي:د لوڼو د بریا خوښي مې د افغان نجونو د محرومیت له درد سره مل وه

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د حج او اوقافو وزیر، قاسم حلیمي ویلي، چې په عمان کې د خپلو لوڼو د تعلیمي بریا له خوښۍ سره سره یې د افغان نجونو د زده کړو د محرومیت درد هم احساس کړی دی.

حلیمي د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه، په یوې لیکنې کې ویلي چې د عمان د مسقط ښار د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته د خپلو لوڼو د کلنیو پایلو په تمه ولاړ و.

د هغه په وینا، د ښوونځي مخې ته ګڼ والدین د خپلو لوڼو د بریا پایلو ته منتظر وو او د خوښۍ فضا حاکمه وه.

هغه لیکلي چې په همدې مهال یې یوه نجلۍ ولیده چې د بشپړو نمرو نه ترلاسه کولو له امله ژړل.

نوموړي ویلي چې هغې ته یې د افغان نجونو هغه ویډیو وښوده چې د ښوونځیو د تړلو دروازو مخې ته د زده کړو له حقه د محرومیت له امله اوښکې تویوي.

د حلیمي په خبره، یادې نجلۍ له ویډیو لیدلو وروسته د افغان نجونو د وضعیت په اړه پوښتنې وکړې او د هغوی پر حال یې خواشیني څرګنده کړه.

پخواني وزیر ویلي چې د خپلو لوڼو د بریا له امله خوښ و، ځکه مشره لور یې له نهم څخه لسم او کشره یې له اووم څخه اتم ټولګي ته بریالۍ شوې ده، خو په ورته وخت کې یې د افغانستان د هغو نجونو یاد کاوه چې له زده کړو بې برخې دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغان نجونو د زده کړو د حق موضوع باید هیره نه شي او هیله یې څرګنده کړې چې داسې ورځ راورسیږي چې ټولې نجونې د تعلیم له حق څخه برخمنې شي او د علم دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here