د افغانستان بانک نن د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په ډاګه کړې چې هېواد ته د سیمې هېوادونو د پیسو یا اسعارو رالېږدول منع دي.
دغې بانک ټولو سوداګرو، صرافانو، ټرانسپورتي شرکتونو او مسافرو ته خبر ورکړی چې افغانستان ته د سیمې هېوادونو پولي واحد یا اسعار له ځان سره رانه وړي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې :«د هر هېواد د پیسو واحد معلوم دی، د افغانستان افغانۍ ده او باید په ورځنیو راکړو ورکړو او سوداګریو کې یوازې افغانۍ وکارول شي.»

