د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، د یاد وزارت د رهبرۍ په غونډه کې د محرم میاشتې پر مهال د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره د لازم چمتووالي او امنیتي تدابیرو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې غونډه د وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او اړوندو مسئولانو په ګډون جوړه شوې وه.
حقاني همداراز د هغه نوي قانون د پلي کولو غوښتنه کړې چې د شیخ هبتالله له لوري توشیح شوی؛ خو د قانون د محتوا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
نوموړي ویلي چې امنیتي ځواکونه باید د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د خوندي کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د غوره خدماتو له لارې د خلکو باور لا پیاوړی کړي، څو د ستونزو او پېښو پر مهال همغږي او چټک غبرګون ممکن شي.

