د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، هېواد یې کابل ته د پنځه ټنه اړینو درملو نوې مرسته لېږلې ده.
جېسوال په اېکس کې لیکلي، هند د دغې مرستې په لېږلو له افغانانو سره د بشري همکاریو او د هغوی د هوساینې لپاره پر خپلې دوامدارې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کوي.
هند په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د خوراکي توکو، درملو او نورو بشري مرستو لېږد ته دوام ورکړی او ویلي یې دي چې له افغانانو به خپل ملاتړ روان وساتي.
تېره میاشت هم دغه هېواد افغانستان ته د ماشومانو د واکسینو پروګرام د پیاوړتیا لپاره ۲۰ ټنه مهم وچ طبي مواد استولي وو.

