چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:له ایران سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکي یو

د طالبانو حکومت:له ایران سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکي یو

د طالبانو د حکومت د هلمند ولایت مرستیال والي، رحیم الله محمود، د ایران د جنوبي خراسان ولایت په اقتصادي همکارۍ غونډه کې ویلي چې افغانستان لېواله دی څو د کرنې، کانونو او صنعت په برخو کې د ایران له تجربو او ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، که په سرحدي ترانزیټي اسانتیاوو کې پرمختګ وشي، نو د پولې له لارې د باروړونکو موټرو ورځنی تګ راتګ له ۳۰۰–۴۰۰ څخه ۸۰۰–۱۰۰۰ موټرو ته لوړېدای شي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، محمود همداراز ایراني پانګوال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here