سه شنبه, جون 16, 2026
Homeافغانستان۸.۸ میلیونه؛افغان ماشومان د اقلیمي خطرونو له ګواښ سره مخ دي

۸.۸ میلیونه؛افغان ماشومان د اقلیمي خطرونو له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان لږ تر لږه د درې اقلیمي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالۍ، سختې ګرمۍ او د شګو او دوړو طوفانونو سره مخ دي.

د یونیسف د نوي راپور له مخې، افغانستان د سویلي آسیا په کچه د ماشومانو د زیان‌منوالي له پلوه لومړی مقام لري چې دا د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خدماتو د پیاوړتیا جدي اړتیا ښيي.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې له ډلې یې ۴۱ سلنه له څو اقلیمي خطرونو سره یو ځای مخ دي. له دې ډلې څه باندې ۷۵ سلنه ماشومان له وچکالۍ سره مخ دي، له ۵۰ سلنه زیات د اوږدو او پرله‌پسې سختو ګرميو اغېزمن شوي او له ۱.۷ میلیونو زیات ماشومان د سیندیزو سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف وایي چې دا طبیعي خطرونه د ماشومانو پر ژوند، روغتیا، زده‌کړو او خوړو مستقیم اغېز لري او د خوارځواکۍ ستونزه یې لا پسې زیاته کړې ده.

دغه اداره ټینګار کوي چې د روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ‌الصحې، زده‌کړو او د ماشومانو د خوندیتوب خدمات باید پیاوړي شي، څو د اقلیمي ټکانونو پر مهال خوندي پاتې شي.

یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره بیړنۍ او دوامداره پانګونه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here