د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې یې زرګونه راستنېدونکو او بېځایه شويو کسانو ته د بېړنیو خدماتو مرستې رسولې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په تورخم، سپین بولدک او اسلامکلا کې یې شاوخوا ۱۶۷ زره کسانو ته روغتیايي، تغذیوي، د اوبو او حفظالصحې او رواني ملاتړ خدمات وړاندې کړې دي. همداراز شاوخوا ۶۰ زره ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، د لنډمهالو زده کړو پروګرامونو ته جذب شوې دي.
یونیسف همداراز زیاته کړې چې په روغتونونو کې پنځه د اکسیجن فابریکې هم لګول شوې دي، څو د میندو او ماشومانو د درملنې خدمات پیاوړي شي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې ۱.۸ میلیونه کسانو ته د ژوند ژغورنې معلومات رسېدلي او زرګونه شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

