سه شنبه, جون 16, 2026
Homeافغانستاند یوناما؛د ماموریت د غځېدو په تړاو د نصیر احمد فایق دریځ

د یوناما؛د ماموریت د غځېدو په تړاو د نصیر احمد فایق دریځ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د یو بل کال لپاره د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې مهم او حیاتي رول لري.

فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، خپل‌سرې نیونې او پر بنسټیزو آزادیو بندیزونه زیات شوي دي.

نوموړي د امنیت شورا له هغه ټینګار هرکلی کړی چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو په اړه یې کړی او د هغو پالیسیو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او دودونو سره په ټکر کې دي.

هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د یوه ټول‌ګډونه، مشروع، استازولیز او ځواب ویونکي سیاسي نظام له لارې تأمینېدای شي. فایق د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د پلي کېدو او د افغانانو په مشرۍ د یوه بااعتباره او ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له رامنځته کولو ملاتړ هم څرګند کړی دی.

نوموړي د بشري مرستو د دوام، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک د وېرې او ځپنې وړ نه، بلکې د انساني کرامت، عدالت، حقونو، فرصتونو او له هیلې ډک راتلونکي وړ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here