سه شنبه, جون 16, 2026
Homeافغانستانملاله یوسفزۍ:بروکسل ته د طالبانو د حکومت د استازو بلنه د ښځو...

ملاله یوسفزۍ:بروکسل ته د طالبانو د حکومت د استازو بلنه د ښځو د حقونو په اړه پوښتنې راولاړوي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ، د اروپایي ټولنې له خوا بروکسل ته د طالبانو حکومت د استازو د بلنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په اېکس کې لیکلي چې د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د موضوع په اړه خبرې کول داسې پیغام ورکوي چې یو حکومت کولای شي د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او بیا هم د یوه ډیپلوماتیک شریک په توګه ومنل شي.

هغې ویلي چې اروپا باید له داسې نظام سره د اړیکو پراخولو په اړه له احتیاطه کار واخلي چې د هغې په وینا د نړۍ له جدي بشري حقونو ستونزو څخه د یوې مسوولیت پر غاړه لري.

یوسفزۍ ويلي چې د طالبانو حکومت ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، ټولنیز ژوند او ازاد تګ راتګ څخه محرومې کړې دي.

هغې همدارنګه د هرات د وروستیو پېښو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو د نیولو او د اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي راپورونه د اندېښنې وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې تایید کړې چې د افغانستان د کډوالو د موضوع په اړه د خبرو لپاره یې د طالبانو د حکومت یو پلاوی بروکسل ته وربللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here