د طالبانو حکومت ویلي چې د خوړو او درملو د تنظیم ځانګړې غونډه د ریاستالوزراء د اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوې ده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او د درملو د کیفیت د ښه والي، د اړتیا وړ درملو د لېست د بشپړولو او د غیرمعیاري درملو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې شوې.
همدارنګه د هېواد د درملو د تنظیم او کنټرول د سیستم د لا معیاري کولو پر لارو چارو هم بحث او ارزونه ترسره شوې ده.
ارګ زیاتوي چې د غونډې په پای کې څارونکو ټیمونو ته دنده وسپارل شوه څو په بازارونو کې د بېکیفیته او تاریختېرو خوړو او درملو د پلور او پېر مخه ونیسي او د عامې روغتیا د خونديتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

