د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه یو مثبت ګام دی او د سیمې د هېوادونو په ګټه تمامېدای شي.
امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې غونډې ته ویلي چې د هېوادونو ترمنځ شخړې او اختلافات باید د جګړې پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه زیاته کړې چې که د تهران او واشنګټن ترمنځ توافق عملي شي، دا به د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره ګټور پرمختګ وي.
متقي د سیمهییزو څېړنیزو بنسټونو ترمنځ علمي او فکري همکارۍ مهمې بللې او ویلي چې د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، چاپېریالي ستونزو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په برخو کې ګډې څېړنې او طرحې کولی شي د ستونزو په حل کې اغېزمنې ثابتې شي.
د ياد وزارت په وينا، په دې غونډه کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو استازو، څېړونکو او پالیسي جوړوونکو ګډون کړی دی.
ګډونوال به د سیمې د ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره کړي او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو روان وضعیت به هم وارزوي.

