نوموتی افغان لیکوال، تاریخپوه او فرهنګي شخصیت استاد حبیبالله رفیع نن سهار کابل ته راورسېد.
استاد رفیع، چې له څه مودې راهیسې د روغتیايي ستونزو له امله کړېږي، د درملنې او روغتیا د ښه والي په موخه هېواد ته راستون شوی دی.
نوموړي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو، فرهنګي شخصیتونو، لیکوالانو او د هغه مینهوالو هرکلی ووایه.
هرکلی کوونکو د استاد رفیع هېواد ته راستنېدل د افغانستان د فرهنګي ټولنې لپاره مهمه پېښه وبلله او د هغه د بشپړې روغتیا هیله یې څرګنده کړه.
استاد حبیبالله رفیع د افغانستان له مخکښو لیکوالانو، څېړونکو او ادبپوهانو څخه دی، چې د هېواد د تاریخ، ادب او فرهنګ په برخو کې یې ارزښتناک آثار او څېړنې ترسره کړې دي.

