دوشنبه, جون 15, 2026
Homeافغانستانکابل؛د مرکزي آسیا او آذربایجان د استازو د یوې مهمې غونډې کوربه‌...

کابل؛د مرکزي آسیا او آذربایجان د استازو د یوې مهمې غونډې کوربه‌ توب کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې سبا سه شنبه د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت په کابل کې د مرکزي آسیا د هېوادونو او آذربایجان د استازو په ګډون یوه سیمه‌ ییزه غونډه جوړه شي.

په یاده غونډه کې به د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان او آذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي او کارپوهان ګډون وکړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې به د سیمې د امنیت، ثبات، اقتصادي همکاریو، د سیمه‌ ییزو نښلونکو پروژو د پراختیا او همدارنګه د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراخولو لپاره پر ګډو فرصتونو او همکاریو هر اړخیزې خبرې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here