د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو د پېښور صنعت او سوداګري له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
هغه د پاکستان په پارلمان کې په خپله وینا کې وویل، پېښور د کراچۍ او لاهور په پرتله د سیالۍ یوه مهمه برتري د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي له امله درلوده، خو د لارو تړل کېدو دا امتیاز له منځه وړی دی.
نوموړي خبرداری ورکړ چې د سوداګرۍ د بندېدو له امله د پېښور تولیدي سکتور او کاروبارونه زیانمن شوي او د اقتصاد کمزوري کېدو خطر زیات شوی دی.
اسد قیصر د پاکستان له حکومت غوښتي چې د سیاسي اختلافاتو پر ځای باید اقتصادي اړیکې روانې وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا عادي کېدو لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.
هغه ټینګار وکړ چې حتی که ډیپلوماټیکې لارې ناکامې شي، دوی د جرګو له لارې د ستونزو د حل لپاره اقدام کولی شي.
نوموړي همدارنګه وویل چې په سیمه کې نور هېوادونه د خپلو اختلافاتو سره سره سوداګري روانه ساتي، نو پاکستان هم باید د خلکو د معیشت لپاره ورته لاره خپله کړي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو او د سوداګرۍ د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه، څو د پېښور اقتصاد له نور زیانه وژغورل شي.

