د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو د حکومت ویاند خالد ځدراڼ د هغه شخص د نیولو خبر ورکړی چې څو ورځې وړاندې یې کابل کې نجونې په موټر وهلې وې.
ښاغلي ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه د نوموړي شخص د انځور په خپرولو سره لیکلي چې د کابل د شپږمې امنیتې حوزې اړوند د درې نجونو د ټپي کولو عامل له موټر سره یوځای نیول شوی دی.
ځدراڼ د یاد شخص د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو وایي تر قانوني څېړنو لاندې دی او قضیې ته به رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې یو شخصي موټر چلوونکي پر سړک په قصدي ډول نجونې په موټر ووهلې چې درې په کې ټپیانې شوې.
د دغې پېښو وېډیو هم په خواله رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوه او د ټولنیز امنیتي وضعیت له امله د طالبانو پر حکومت توندې نیوکې وشوې.

