دوشنبه, جون 15, 2026
Homeافغانستانافغانستان کې د طالبانو د حکومت؛د حجاب اصولو په اړه د ښځو...

افغانستان کې د طالبانو د حکومت؛د حجاب اصولو په اړه د ښځو ضد و نقیض دریځونه

راپورونه ښيي چې په فاریاب ولایت کې زرګونه ښځې او نجونې د طالبانو د حکومت د حجاب اصولو په اړه له سپینو بیرغونو سره له کورونو راوتلي او په ملاتړ یې لاریون او غونډه ترسره کړې ده.

ویل کیږي، د فاریاب ولایت د میمنې ښار د لسو بېلابېلو ناحیو نږدې دوه زره ښځو په یوه لویه غونډه کې د طالبانو د حکومت له لوري د اسلامي او شرعي حجاب او برقعې لپاره له وضع کېدونکو اصولو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی همداراز په هرات ولایت کې د حجاب او برقعې د پلي کېدو ملاتړ هم وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په نږدې هر ولایت کې ښځې او نجونې د طالبانو د حکومت د بشپړ حجاب او برقعې مخالفت کوي او وایي، په تېرو شلو کلونو کې هم دوی بې حجابه نه وې او د حجاب او برقعې ډول چې اوسنی حکومت یې په اړه توصیه کوي؛ هم پردی کلتور دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here